د پاکستان د لومړي وزیر مالي سلاکار ویلي، چې د شنبې پر ورځ یې له سعودي عربستان څخه د اقتصادي ملاتړ کڅوړې د یوې برخې په توګه درې میلیارډ ډالر پور ترلاسه کړ.
رویټرز راپور ورکړی، چې د سویلي آسیا دغه هېواد له لوړ انفلاسیون، د نغدي زیرمو کمیدو، د اوسني حساب کسر ډېرېدو او د اسعارو د ارزښت ټیټیدو او نورو اقتصادي ننګونو سره مخ دی.
د ملاتړ کڅوړې د احکامو له مخې له ریاض څخه ترلاسه شوی پور تېره میاشت لاسلیک شوی او د یوه کال لپاره ۴ سلنه سود لري.
د پاکستان بانک د انفلاسیون له فشار سره د مقابلې لپاره سود 8.75اته اعشاریه پېنځه اویا ته لوړ کړ او دغه انفلاسیون په اکتوبر کې له ۹ اعشاریه ۲ سلنې څخه په نومبر کې یوولس اعشاریه پېنځه سلنې ته پورته شو.
پاکستانۍ روپۍ د روان کال له پیل راپدیخوا تر ۱۱ سلنې ډېره رالوېدلې، چې د جمعې پر ورځ د ډالر په مقابل کې ۱۷۶ ته ورسېده.
پاکستان ته د سعودي پور یوه اوونۍ له هغې وروسته ترسره شو، چې د پیسو نړیوال صندوق له پاکستان سره د ځنډول شوي شپږ میلیارد ډالرو مالي پلان لپاره بیا پر اړینو کړنو هوکړه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ میاشت کې اسلام آباد ته د سفر پر مهال د ۲۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت اقتصادي تړونونه لاسلیک کړل، چې ښه تود هرکلی یې وشو؛ خو په ۲۰۲۰ کال کې ریاض پر اسلام آباد فشار راوړ، چې د ۳ میلیارډ ډالرو پخوانی پور بېرته ورکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/24493